سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د غیراخلاقي جنایتونو زیاتېدل د ډموکراتیکو ارزښتونو طبیعي  پایله ده
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د غیراخلاقي جنایتونو زیاتېدل د ډموکراتیکو ارزښتونو طبیعي پایله ده

خبر:

د نومبر په ۱۳ مه ګارډین ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې د بچه بازانو یوه کړۍ د افغانستان د لوګر ولایت د شپږو ښوونځیو له لږ تر لږه ۵۴۶ هلکانو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه کې لاس لري. د هغه چا له خولې چې لومړی یې د ناوړه چلند ویدیو د فېسبوک پر پاڼه پیدا شوه؛ ویل کېږي چې ځينې دغه قربانیان وژل شوي هم دي. پینځو کورنیو یې خپل ماشومان له هغې وروسته ووژل چې پر خواله رسنیو په خپرو شوو ویډیوګانو کې یې د دوی مخونه ولیدل. دوه نور هلکان چې ۱۳ او ۱۵ کلونه عمرونه یې درلودل، تېره اونۍ یو پر بل پسې ووژل شول. دا پداسې حال کې ده چې د دغو جرمونو مرتکبین معلوم هم ندي.

ځوانانو، ټولنیزو او ملکي نهادونو چې له ۱۶ کلونو راپدېخوا په لوګر ولایت کې فعالیت کوي، وروسته له هغې چې د ټولنیزو رسنیو پر پاڼو یې له ۱۰۰ سلو څخه زیاتې ویدیوګانې پیداکړې، د دغه ناوړه چلند پراخوالی یې برملا کړ. دغه بنسټ په سیمه کې په نورو ښوونځيو کې هم پلټنه کوي، دوی په دې باور دي چې زرګونه نور ماشومان به هم د داسې ناوړه چلند ښکار وي. د دغه بنسټ یو لوړ پوړی ټولنیز کارکوونکی، محمد موسی وایي چې په دغه کړۍ کې ښوونکي، سرښوونکي او د سیمه‌ییزو ادارو چارواکي شامل دي. 

د بشري حقونو د څار کمېټې، د اسیایي غړو مشرې، پاټریشیا ګاسمن وویل:« دلته پر ماشومانو د جنسي تېري مرتکبین بښل کېږي، ځکه دوی په پوځ، پولیسو او نورو رسمي او دولتي ادارو کې واک او ځواک لرونکي خلک دي. سره له دې چې دغه پېښې جرم بلل کېږي، خو قانون ډېر ځله د زور په وسیله ماتېږي».

تبصره:

دغه خبر به ټکان ورکوونکی ښکاره شي، خو که د امریکا تر استعمار لاندې د افغانستان اوسني حالت ته په ځیر وګورو، نو وبه وینو چې دغه ټول فسادونه د ډموکراتیکو اخلاقو طبیعي پایلې دي. د لیبرالېزم او له اختیاري لارو د غوښتنو او اړتیاوو پوره کولو مفکوره ان په ښوونځي کې ورته تدریسېږي، نو دا خبره ولې دومره ټکان ورکوونکې وي چې په یوه علمي مرکز کې داسې پېښې کېږي؟  

همدارنګه د افغانستان فاسد دولت له دا ډول جنایتونو څخه ملاتړ کوي، ځکه چې دوی د هغو کسانو پر وړاندې قانوني ګام نه پورته کوي چې په پوځ، پولیسو او نورو دولتي بنسټونو کې نفوذ لري او له ماشومانو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه، جنسي تېري، وژنه او ... کې لاس لري. دولت یوازې هغو کسانو ته سزا ورکوي چې ملاتړی ونه لري، په دې توګه یوازې ښيي چې ګواکي موږ قاون پلی کوو؛ مجرمین خو یې خپل خلک دي، قانون نه ورباندې پلی کېږي.

موږ وینو چې ټول جرمونونه ورځ تر بلې ډېرېږي، هغه که قتل وي، که جنسي تېري، که ناوړه ګټه اخیستنې، غلاوې، اختطاف، په دولتي ادارو کې فساد او که نور. نو په دغه وضعیت کې چې امریکا  د هېواد او ټولنې فکر فاسدول او ویجاړول زیاتوي، په افغانستان کې د امت لپاره د یوه هوسا او اخلاقي ژوند تمه نشته.

دا ډول پېښې یوازې په افغانستان کې نه کېږي، په نوره نړۍ کې هم کېږي، ان تر دې په ډېره بده بڼه. د بېلګې په ډول په ۲۰۰۴م کال کې د پر کلیسا یوه رپوټ وښودل چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ۴۰۰۰ زرو ډېر د امریکا د روم کاتولیک کلیسا روحانیون په زور جنسي ناوړه ګټه اخیستنې باندې تورن شوي، په دغو قضیو کې تر ۱۰۰۰۰ ډېر ماشومان شامل دي چې ډېری یې هلکان دي.

بله بېلګه ښیي چې په ۲۰۱۷ کال کې په استرالیا کې یوې پنځه کلنې څېړنې وښوده چې له لسیزو راهیسې د اسټرالیا په بېلابېلو بنسټونو کې په زرو کې له لسو ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه اخیستل شوې، په دغو بنسټونو کې کلیسا، ښوونځي او سپورټ کلبونه شاملېږي. داسې بېشمېره نورې بېلګې شته چې شمېرل یې هېڅکله نه ختمېږي. نو امت باید پوره خبر وي چې زموږ ماشومان او ځوانان به تر هغه چې ډیموکراسي پلې کېږي، هېڅکله او هېڅ ځای خوندي نه وي.  

د دې پر ځای چې په هغه سیستم کې حل لاره ولټوو چې هغه خپله ستونزې راپیدا کوي، باید داسې دولت وغواړو چې د داسې جرمونو له منځه وړلو ته ژمن وي. یوازې هغه دولت چې د د ټولنې اخلاقو ته د الله سبحانه و تعالی د خوښې له مخې ګوري، کولی شي د فرد فکر داسې بدل کړي چې له ماشوم سره د داسې ناوړه چلند په اړه ان فکر هم ونه کړي. هغه دولت چې په هغه کې به علمي بنسټونه په اسلامي عقیده سمبال وي او داسې ښوونکي به نه روزي چې د داسې جنایت جرات وکړي. هغه دولت چې د دغه ډول جنایت کوونکو ته داسې سزا ورکوي چې که کوم څوک وغواړي ویې کړي، ډېر ووېرېږي او له کولو مخکې یې په اړه یې زر ځله فکر وکړي. دا دولت یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)

ژباړه: «او اعلان وکړه چې حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی.»[الاسراء:۸۱]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: امانه عابد

Last modified onجمعه, 13 ډسمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې